کابلټریبیون (کېټي) -- د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني تهران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د سیمې د وروستیو تحولاتو او د کړکېچونو د کمولو په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، آل ثاني د پنجشنبې په
ورځ، د سنبلې په ۵مه، په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د بهرنیو چارو
له وزیر سید عباس عراقچي، د پارلمان له رییس محمدباقر قالیباف او د ایران د ملي
امنیت د عالي شورا له منشي محسن رضایي سره جلا لیدنې کړې دي.
دواړو لورو په دغو لیدنو کې د سیمې د وضعیت، د زیاتېدونکو کړکېچونو د
پایلو او د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمهییزو او نړیوالو هڅو په اړه خبرې
کړې دي.
د قطر لومړي وزیر د ډیپلوماتیکو هڅو د دوام او د خبرو اترو د بیا پیل
پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د اختلافونو د هواري لپاره مذاکرات تر ټولو
غوره لاره ده او کولای شي د کړکېچونو د لا زیاتېدو مخه ونیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم د کړکېچونو د کمولو او
د خبرو اترو د ملاتړ لپاره د قطر له ډیپلوماتیکو هڅو مننه کړې ده.
د قطر د لومړي وزیر دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې په سیمه کې د
کړکېچونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې دوام لري او د سیمې هېوادونه د خبرو اترو او
ډیپلوماتیکو لارو له لارې د وضعیت د کنټرول هڅې کوي.