کابلټریبیون (کېټي)-- د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په هتهاله سیمه کې د پولیسو پر یوه ډلګي وسلهوالو په برید کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.
په دغه سیمه کې د پولیسو ویاند
ویلي، د مرستیال امنیه قوماندان کیفايت په مشرۍ د پولیسو ډله د پوتا او الامین فارم
هاوس سیمې ته څېرمه روانه وه چې وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
د ویاند په وینا، پولیسو د برید په ځواب کې ډزې وکړې او د دواړو لورو
ترمنځ نښته وشوه. د ډزو پر مهال د پولیسو موټر چپه شوی چې له امله یې څو پولیس
ټپیان شوي دي.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر ضیاالدین احمد ویلي چې په پېښه کې
څلور پولیس ټپیان شوي او یو یې د مرمۍ له لګېدو ټپي شوی دی.
هغه د ټولو ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د اعجاز شهید پولیسو له مرکز څخه د
پولیسو یوه لویه ډله سیمې ته رسېدلې او سیمه یې محاصره کړې ده. پولیسو د برید د
عاملانو د موندلو لپاره د پلټنې عملیات هم پیل کړي دي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د سوات د کبل پولیسو مرکز ته څېرمه په
یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.