Search

په نایجر کې پر هوايي ډګر او ولسمشرۍ ماڼۍ وسله‌والو بریدونه کړي

News image
7 وږی 1405 - 17:15 خالد حمیدزوی

 د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د شنبې په سهار هوايي ډګر او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د امنیتی ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښتو د څو ساعتونو لپاره دوام وکړ.

رویټرز رواپور ورکړی چې برید یاغي سرتېرو کړی او امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.  په دغه سیمه کې درنې ډزې او چاودنې هم ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، د سهار تر ۸ بجو پورې د نایجر دولتي ټلوېزیون او راډیو له فعالیت څخه لوېدلي وو، خو حکومت خلکو ته د ارامۍ سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د وضعیت د کابو کولو توان لري.

د نایجر یوې امنیتي سرچینې او د بُن نړیوال مرکز د شخړو د مطالعاتو لوړپوړي څېړونکي ایوان ګیچوا ویلي، برید څو ساعته دوام وکړ او د سویل لوېدیځ اوالام، تیرا او دوسو سیمو سرتېرو پکې برخه لرله.

د نایجر یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې «ترهګرو» پر هوايي ډګر برید کړی او هڅه یې کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ امنیتي کمربند مات کړي.