Search

په ایران کې درې افغانان د لامبو پر مهال ډوب شوي

News image
8 وږی 1405 - 15:43 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د ایران د مازندران ولایت په بابلسر ښار کې درې افغان وګړي د کسپین سمندرګي په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي دي. یو بل افغان وګړی له پېښې ژوندی ژغورل شوی دی.

د پېښې ځایي چارواکي وايي، دغه پېښه د جمعې په شپه، د وږي په شپږمه، شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د بابلسر ښار د «سنګ‌چین» اسکله په ساحه کې شوې ده.

د بابلسر د ژغورنې او غوطه‌ورۍ د ادارې مشر مهدي حبیب‌الله‌پور ویلي، څلورو افغان وګړو د لامبو لپاره د کسپین سمندرګي اوبو ته ننوتلي وو.

د نوموړي په وینا، له دغو کسانو څخه یو یې د خپل فزیکي حالت له امله له خپلو درېیو ملګرو شاته پاتې شوی و. هغه وروسته ولیدل چې ملګري یې نور په سیمه کې نشته، له اوبو راووت او د ژغورنې ادارې ته یې د پېښې خبر ورکړ.

د بابلسر د بیړنیو خدماتو مسوول سید کاظم جلیلیان ویلي، یو له څلورو افغانانو څخه په لومړیو شېبو کې ژغورل شوی او د پاتې درېیو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات پیل شوي وو.

د لومړي قرباني جسد د شنبې په ماښام د بابلسر د سنګ‌چین په ساحل کې وموندل شو. د دویم افغان جسد هم د شنبې په شپه د اسکله ته څېرمه په هغه سیمه کې وموندل شو چې لامبو پکې منع ده.

د درېیم کس د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات د یکشنبې په ورځ هم دوام وکړ. د څو ساعتونو لټون وروسته د هغه جسد د بابلسر د «علي‌آباد میر» سیمې په ساحل کې وموندل شو.

ایراني چارواکو تر اوسه د وژل شویو افغانانو نومونه، عمرونه او د اصلي استوګنې سیمې نه دي په ډاګه کړي. چارواکو یوازې ویلي چې درې واړه افغان وګړي وو او له یو بل سره یو ځای د لامبو لپاره سمندر ته تللي وو.

دا په وروستیو میاشتو کې د ایران د مازندران ولایت په ساحلونو کې د افغان وګړو د ډوبېدو دویمه مرګونې پېښه ده.

د سرطان په څلورمه هم درې افغان وګړي د نوشهر ښار په ساحل کې په یوه ممنوعه سیمه کې د لامبو پر مهال ډوب شوي وو. د همدې ډلې پنځه نور کسان ژغورل شوي وو.