Search

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون لومړنۍ غونډه سبا ترسره کوي

News image
8 وږی 1405 - 17:51 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړي چارواکي به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د درېیو هېوادونو د ګډ دفاعي تړون د لومړنۍ کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.

پاکستانۍ «ډان» ورځپاڼې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د اګسټ په اوومه په مکه کې د ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ. د تړون د لاسلیک پر مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان حضور درلود.

د دغه تړون له مخې، پر یوه هېواد هر ډول وسله‌وال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي. دغه اصل د ناټو د ګډې دفاع له پنځمې مادې سره ورته والی لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ویلي چې نړیوال امنیتي مسایل به د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

تمه ده په دې غونډه کې د درېیو هېوادونو د دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا، د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو عملیاتو پر پراختیا او د دفاعي صنعت په برخه کې د ګډو پروژو، تولید او ټکنالوژۍ د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشي.

دغه غونډه په داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله سیمه‌ییز هېوادونه هڅه کوي خپلې دفاعي او امنیتي اړیکې پراخې کړي.

ترکیې ویلي چې دغه دفاعي تړون د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی او د سیمې د نورو هېوادونو پر مخ هم د ګډون لپاره پرانیستی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې ویلي وو چې تړون د سولې، سوکالۍ او سیمه‌ییز ثبات د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.

مصر د دغه دفاعي چوکاټ د احتمالي پراختیا لپاره د یوه نوماند هېواد په توګه یاد شوی، خو تر اوسه د دغه هېواد د رسمي ګډون پرېکړه نه ده شوې.

ترکیې ټینګار کړی چې نوی دفاعي تړون د ناټو او نورو موجوده امنیتي ائتلافونو د ځای ناستي په توګه نه دی جوړ شوی.

د «ډان» د راپور له مخې، د دوشنبې د ورځې غونډه به د تړون د عملي کولو لپاره د ګډو میکانیزمونو پر رامنځته کولو او د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د پوځي او دفاعي صنعت د همکاریو پر پراخولو تمرکز وکړي.