Search

متقي: له امریکا سره د اړیکو عادي کول غواړو

News image
9 وږی 1405 - 08:59 خالد حمیدزوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، د طالبانو حکومت له متحده ایالاتو سره د اړیکو عادي کول غواړي او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې له افغانستان سره خپله تګلاره بدله کړي.

متقي له جاپاني «کیودو» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، طالبان غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې «د متقابل درناوي او ګډو ګټو» پر بنسټ تنظیم کړي.

هغه ویلي چې طالبان اوس مهال له بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا تمرکز کوي او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندل «بل پړاو» دی.

متقي له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د طالبانو د واکمنۍ د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره له سره وارزوي.

هغه د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو د هغه تړون په اړه هم ویلي چې د روان کال په غبرګولي کې لاسلیک شوی و.

هغه ویلي، د دغه تړون موخه د روسي ساخت وسلو ترمیم او ساتنه ده او ټینګار یې کړی چې دغه همکاري «د کوم مشخص هېواد پر ضد» نه ده.

متقي د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه هم ویلي چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د اختلافونو د هواري لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.

هغه د افغانستان او جاپان اړیکې «تاریخي او نږدې» وبللې او له جاپاني حکومت څخه یې وغوښتل چې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو د بیا پیل زمینه برابره کړي.

د متقي په وینا، په توکیو کې د افغانستان سفارت د روان کال د سلواغې په میاشت کې، د طالبانو د نوي ډیپلوماټانو د منلو پر سر د اختلاف له امله خپل فعالیت درولی دی.

روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی. لوېدیځ هېوادونه بیا د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او د بشري حقونو نورې سرغړونې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو مهم خنډونه بولي.

د سیمې یو شمېر هېوادونو هم له طالبانو سره خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړې، خو تر اوسه یې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان وايي، له یو شمېر هېوادونو سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې او د افغانستان د ځینو سفارتونو او قونسلګریو چارې یې هم ترلاسه کړې دي.

متقي د نجونو د زده‌کړو د بیا پیل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د منځنیو او لوړو زده‌کړو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره کومه مشخصه نېټه ونه ښوده.