Search

اڅکزی: امریکا او روسیې افغانستان د جګړې پر مرکز بدل کړ

News image
9 وږی 1405 - 09:12 خالد حمیدزوی

د پاکستان د مخالفو ګوندونو مشر محمود خان اڅکزی وايي، امریکا او روسیې افغانستان د جګړې پر مرکز بدل کړی او په دغه هېواد کې یې د ترهګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړې ده.

اڅکزي ویلي، امریکا، روسیه او د دغو دواړو هېوادونو متحدان د افغانستان د ویجاړۍ مسوول دي.

نوموړي د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو او د شانګهای همکاریو سازمان د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او له دواړو بنسټونو یې غوښتي چې په افغانستان کې روان وضعیت د یوه بشري ناورین په توګه په رسمیت وپېژني.

اڅکزي ویلي، په داسې حال کې چې د شانګهای همکاریو سازمان په خپله راتلونکې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي، په دې غونډه کې د افغانستان د «رښتینو استازو» نشتون د اندېښنې وړ دی.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه هر ډول بحث باید د افغانانو د نظرونو او د دغه هېواد د خلکو د واقعي استازیتوب له شتون پرته ترسره نه شي.

اڅکزي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې روان بشري او امنیتي وضعیت جدي وڅاري او د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره عملي اقدامات وکړي.