Search

پاکستان کې د طالبانو د سفارت اېکس اکونټ له لاسرسي ووت

News image
11 وږی 1405 - 06:07 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) په پاکستان کې د طالبانو د سفارت د اېکس ټولنیزې شبکې رسمي اکونټ، د طالبانو د سفیر سردار احمد شکیب د وینا او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو په اړه د پیغامونو له یوې لړۍ وروسته، له لاسرسي وتلی دی.

د سفارت له اکونټه د سردار احمد شکیب د وینا مهم ټکي په یوه لړۍ پیغامونو کې خپاره شوي وو. شکیب په دې وینا کې، چې د سې‌شنبې په ورځ خپره شوې وه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژورو ټولنیزو او اقتصادي اړیکو او امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې وې.

په لومړي پیغام کې ویل شوي وو چې افغانستان او پاکستان یوازې دوه ګاونډي هېوادونه نه دي، بلکې د دواړو هېوادونو جغرافیه، خلک، ټولنې او تاریخ له یو بل سره ژور تړاو لري.

په نورو پیغامونو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو د تګ‌راتګ رول د دواړو هېوادونو د اقتصادونو او ټولنو په اړیکو کې مهم بلل شوی و. همدارنګه ویل شوي وو چې د تېرو څو لسیزو جګړو او امنیتي تحولاتو د کابل او اسلام‌اباد امنیتي محاسبې له یو بل سره نږدې تړلې دي.

د سفارت د اېکس حساب له لاسرسي وتلو په اړه د راپورونو او اټکلونو له خپرېدو سره سره، په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر تر اوسه په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

لا هم څرګنده نه ده چې دا حساب د اېکس له‌خوا تړل شوی، که خپله د طالبانو سفارت غیرفعال کړی او یا د دې کار بل دلیل موجود دی.

د طالبانو د سفارت دا حساب په اسلام‌اباد کې د دې ډلې د دریځونو او ډیپلوماتیکو فعالیتونو د خپرولو له مهمو لارو څخه شمېرل کېده. سفارت تر دې مخکې د سردار احمد شکیب د پاکستان له یو شمېر سیاسي څېرو سره د لیدنو خبرونه هم پر همدې حساب خپرول.

په دغو لیدنو کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن او د تحریک انصاف ګوند له ځینو اړوندو شخصیتونو سره لیدنې هم شاملې وې.

سردار احمد شکیب په تېرو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د خبرو اترو او سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې د اختلافونو پر حل ټینګار کړی دی.

خو د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې له سخت کړکېچ سره مخ شوې دي.