کابلټریبیون (کېټي)-- د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، یو ۲۶ کلن افغان پناهغوښتونکی، چې د غلا او د نشهيي توکو د پلور په ګډون په څو جرمونو محکوم شوی و، د استانبول له لارې کابل ته ایستل شوی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کس په اتریش کې
درې ځله جرم کړی و او په ټولیز ډول یې له دوو کلونو ډېر وخت په زندان کې تېر کړی و.
د اتریش جنایي پولیسو هم د نوموړي په اړه ۲۰ جرمي پېښې او سابقې ثبت
کړې وې.
اتریشي چارواکو ویلي چې د طالبانو د ادارې یوه پلاوي د تېر کال په
سنبله میاشت کې په ویانا کې د دغه کس هویت او افغان تابعیت تایید کړی و. د چارواکو
په وینا، دې بهیر افغانستان ته د افغان پناهغوښتونکو د مستقیم اخراج د بیا پیل
زمینه برابره کړې ده.
اتریش او جرمني د هغو لومړنیو اروپايي هېوادونو له ډلې دي چې
افغانستان او سوریې ته یې د کسانو مستقیم اخراج بیا پیل کړی دی. د اتریش چارواکي
وايي، دا پالیسي د هغو کسانو په اړه عملي کېږي چې جرمونه یې کړي وي یا په دغه
هېواد کې د قانوني استوګنې حق ونه لري.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو
اوو میاشتو کې له اته زره او ۸۰۰ څخه ډېر هغه کسان، چې په اتریش کې یې د استوګنې
قانوني حق نه درلود، له دغه هېواده وتلي دي.
له دې ډلې تر نیمايي ډېر کسان اخراج شوي، او د اخراج شویو کسانو ۴۸
سلنه د جنایي جرمونو محکومان وو.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ویلي چې د مجرمانو او هغو
کسانو اخراج، چې په هېواد کې د استوګنې قانوني حق نه لري، به په جدي ډول دوام
ومومي.
په همدې حال کې، په اتریش کې د نویو پناهغوښتنې غوښتنلیکونو شمېر په
تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. همدارنګه، د هغو پناهغوښتونکو
شمېر چې د حکومت له لومړنیو مرستو او خدماتو څخه ګټه اخلي، په تېرو دوو لسیزو کې
تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.