کابلټریبیون (کېټي)-- د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر، عبیدالرحمن نظاماني، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، سره لیدنه کړې او د سیمهییزو پرمختګونو او امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه لیدنه د پنجشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شوه.
په لیدنه کې د سیمهییز امنیتي وضعیت د بدلون او له پاکستان سره د اړوندو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
اسحاق دار د سیمهییزو پرمختګونو د نږدې څارنې پر اړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول د هغو پرمختګونو چې پر سولې او امنیت اغېز لرلی شي.
دواړو لورو د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام کې د سیمهییزو پرمختګونو ارزونه هم وکړه، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرو نور جزییات نه دي خپاره کړي.
په ورته وخت کې، اسحاق دار د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له نوي ټاکل شوي عمومي منشي سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه ته یې د دې سازمان د عمومي منشي په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.
دواړو لورو هوکړه وکړه چې ژر به سره وویني، منظمې اړیکې به وساتي او د اسلامي همکاریو سازمان د رول د لا پیاوړتیا لپاره به په ګډه کار وکړي.