د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونیسیار) په خپل تازه راپور کې له پاکستانه د افغانانو د بېرته ستنولو د بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د هغو افغانانو جبري ستنول ودروي چې له ګواښ سره مخ دي او نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د افغانانو د بېرته
ستنولو په بهیر کې باید د نړیوال خوندیتوب اړتیا لرونکو او زیانمنو کسانو ځانګړو
شرایطو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
یونسیار او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ګډه د
هغو افغانانو د نیولو او جبري ستنولو په اړه معلومات راټول کړي چې له پاکستانه
افغانستان ته بېرته ستنېږي.
د دغو دواړو ادارو د ګډې ارزونې په معلوماتو کې د «پي او ار» کارت
لرونکي، د افغان تابعیت کارت یا «اې سي سي» لرونکي او بېاسناده افغانان شامل دي.
دواړو ادارو د تورخم، غلام خان بندر، چمن او بهرامچې له لارو افغانستان ته د
افغانانو د ستنېدو بهیر هم څارلی دی.
د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، د معلوماتو د راټولولو موخه له
پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو د خوندیتوب وضعیت او د هغوی د تګراتګ
بهیر ارزول دي.
یونسیار ویلي چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانانو د
جبري ستنولو بهیر پیل کړی او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر
په ۲۶مه د «ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» د عملي کولو پرېکړه وکړه. د دې
پلان له مخې، د بېاسناده بهرنیانو، په ځانګړي ډول افغانانو، د نیولو او بېرته
ستنولو بهیر پیل شو.
په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان حکومت پر افغانانو محدودیتونه نور هم پراخ
کړل. د جنورۍ په میاشت کې په اسلاماباد او راولپنډۍ کې مېشتو افغانانو ته ویل شوي
وو چې له دغو سیمو ووځي.
د هماغه کال په اپرېل کې د بېرته ستنولو د پلان دویم پړاو پیل شو، چې
د بېاسناده افغانانو ترڅنګ د «اې سي سي» کارت لرونکي افغانان هم پکې شامل شول.
وروسته، د جولای په میاشت کې د «پي او ار» کارتونو د اعتبار مودې له
پای ته رسېدو وروسته، د دغو کارتونو لرونکو افغانانو د بېرته ستنولو او اېستلو په
اړه هم پرېکړه وشوه.
د پاکستان حکومت وروسته د سپټمبر لومړۍ نېټه د «پي او ار» کارت لرونکو
افغانانو لپاره د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله او اعلان یې وکړ چې تر دې نېټې وروسته
به د هغوی د بېرته ستنولو بهیر پیل شي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا ټینګار کړی چې
د افغانانو د بېرته ستنولو پر مهال باید د نړیوال خوندیتوب اړتیا لرونکو او زیانمنو
کسانو ځانګړي شرایط په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د متن له مخې، له ایران او پاکستانه په جبري
توګه ستانه شوي د تېر جمهوري نظام یو شمېر کارکوونکي او امنیتي منسوبین د نیولو،
شکنجې او حتی وژلو له ګواښ سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم په وار وار له
پاکستانه د زیانمنو افغانانو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغوی
د جبري ستنولو د درولو غوښتنه یې کړې ده.