Search

د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې یې ۱۲ وسله‌وال وژلي دي

News image
13 وږی 1405 - 13:33 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)--د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان ولایت په جنوب لوېدیځه سیمه کې د کلات ولسوالۍ په یوه استخباراتي عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، دغه عملیات د سې‌شنبې په ورځ وروسته له هغه ترسره شول چې استخباراتي معلوماتو په سیمه کې د هغو وسله‌والو د شتون خبر ورکړ چې د پاکستان پوځ یې د «فتنه الهند» په نوم یادوي.

دغې ادارېوویل چې امنیتي ځواکونو د وسله‌والو یو پټنځای پېژندلی او تر څارنې لاندې نیولی و، او وروسته یې هغه عملیات ترسره کړل چې د پوځ په وینا، پکې ټول ۱۲ وسله‌وال ووژل شول.

دغهخبریوه ورځ وروسته له هغه خپریږي چېد پاکستان پوځویلي وو، امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان۱۵وسله‌وال هغه مهال ووژل چې د افغانستان او پاکستان له پولې د اوښتو هڅه یې کوله.

پاکستان په وار وارپهافغانستانکېد طالبانو چارواکي تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته اجازه ورکوي څو د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه وکړي.د طالبانو حکومت بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوي.

تحریک طالبان پاکستان، چې د افغانستان له طالبانو څخه جلا ډله ده خو له هغوی سره اړیکې لري، په وروستیو کلونو کې یې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.