Search

امریکا وايي د ایران له توغندیز برید وروسته یې درې ایراني بېړۍ په نښه کړي

News image
15 وږی 1405 - 09:48 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وايي، د ایران د سپاه پاسداران له خوا د امریکا د سمندري ځواکونو پر دوو جنګي بېړیو د بالستیک توغندیو تر توغولو وروسته، امریکايي ځواکونو درې ایراني بېړۍ په نښه کړي دي.

سېنټکام د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سپاه پاسداران د امریکا پر دوو جنګي بېړیو، چې د سیمې په اوبو کې یې ګزمه کوله، بالستیک توغندي وتوغول.

د خبرپاڼې له مخې، د امریکا یوه الوتکه‌وړونکې بېړۍ او یوه په هدایت‌کېدونکو توغندیو سمبال جنګي بېړۍ د سپاه له څو بریدونو روغې وتلې او هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه دی اوښتی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ وویل چې له دې بریدونو وروسته امریکايي ځواکونو نېړیو «سټارک ۱» د جاسک ښار ته نږدې او نفت‌لېږدونکې «ډاوني» د خارک ټاپو ساحل ته نږدې په نښه کړې او له کاره یې غورځولې دي.

سېنټکام ویلي چې ایران د دغو بېړیو د دفاع لپاره «هېڅ وسیله» نه لري.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، اډمیرال براد کوپر، وویل: «زموږ پیغام سپاه پاسداران ته باید روښانه وي: که زموږ پر دوو بېړیو ډزې وکړئ، موږ به لا دروند اقتصادي زیان درواړوو او ستاسو درې بېړۍ به له منځه یوسو.»

هغه زیاته کړه چې امریکا به د خپلو ځواکونو په دفاع کې «هېڅ ډول تردید ونه کړي» او که اړتیا پېښه شي، د ایران «محدود او زیان‌منونکی» نفت‌لېږدونکی بیړۍ به له منځه یوسي.

د سېنټکام د خبرپاڼې له خپرېدو څو ساعته مخکې، د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی و چې د ایران یوه د تېلو بېړۍ د خارک ټاپو په شپږ میله واټن کې د امریکايي ځواکونو تر برید لاندې راغلې ده.