کابلټریبیون (کېټي)-- د پاکستان پوځ وايي، امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۲۱ وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایاېسپيآر، ویلي چې دا عملیات د سپټمبر له درېیمې تر پنځمې پورې ترسره شوي دي.
د پوځ په وینا، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د عملیاتو په دوام ۱۰ نور وسلهوال هم وژل شوي دي. پوځ ویلي چې له دې سره د هغو وسلهوالو شمېر ۲۵ ته رسېدلی چې د اګسټ د ۳۱مې او سپټمبر د لومړۍ نېټې ترمنځ پاکستان ته د اوښتو د هڅې پر مهال وژل شوي دي.
پاکستان تر دې مخکې ویلي وو چې امنیتي ځواکونو له افغانستان څخه شمالي وزیرستان ته د وسلهوالو د اوښتو هڅه شنډه کړې او ۱۵ وسلهوال یې وژلي دي.
ایاېسپيآر همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان پولې ته څېرمه د وسلهوالو د یوې بلې ډلې خوځښت کشف کړ او د نښتې پر مهال یې اووه وسلهوال ووژل.
د پوځ په وینا، څلور نور وسلهوال د کوهاټ او ډېره اسماعیل خان په دوو جلا عملیاتو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د عملیاتو له سیمو څخه د پاتې وسلهوالو د له منځه وړلو لپاره د سیمې د پاکولو عملیات روان دي.
پوځ په خپله خبرپاڼه کې یو ځل بیا د افغانستان طالبان تورن کړي چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته د بریدونو د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات نه دي کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د افغان طالبانو حکومت په دوامداره توګه د پولې د اغېزمن مدیریت او د ترهګرۍ پر وړاندې د خپلو نړیوالو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.»
پاکستاني چارواکو په وار وار تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټيټيپي، وسلهوال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. د افغانستان طالبانو دا تورونه رد کړي دي.
پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د وسلهوالو بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
د پاکستان د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه وروستي راپور کې ویلي چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې د تاوتریخوالي اصلي مرکزونه پاتې شوي دي.
د راپور له مخې، دغو دوو ولایتونو په دې موده کې د هېواد د تاوتریخوالي له امله د ثبت شویو مړینو نږدې ۹۶ سلنه جوړوله. په خیبر پښتونخوا کې ۴۷۵ او په بلوچستان کې ۲۶۵ کسان د تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي ۱۵۱ پېښې ثبت شوې، چې د هېواد د ټولو پېښو ۵۷ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې په بلوچستان کې ۹۴ پېښې، یا ۳۵ سلنه، ثبت شوې دي.