Search

د رسنیو د ملاتړ سازمان: طالبان پر خپلواکو رسنیو فشارونه زیات کړي

News image
16 وږی 1405 - 17:00

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسور) وايي، د طالبانو له لوري پر خپلواکو رسنیو او خبریالانو د فشارونو نوې څپه د رسنیو د ځپلو او د بیان د آزادۍ د محدودولو هڅه ده.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو استخباراتو یو ځل بیا پر «راه فردا» ټلویزیون چاپه وهلې، د دې رسنۍ فعالیت یې درولی او د تلویزیون د امتیاز خاوند، سلمان اخلاقي، یې نامعلوم ځای ته بیولی دی.

د امسو په وینا، د طالبانو عدلیې وزارت هم د «اصلاح غږ» راډیو فعالیتونه ځنډولي او د جواز او نوم اړوندو مسایلو په پلمه یې د دې رسنۍ دفتر مهر او تړلی دی.

د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي چې دا اقدامات په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د سیسټماټیک ځپلو یو بل پړاو څرګندوي.

اعلامیه زیاتوي چې «تمدن» تلویزیون هم له څو میاشتو ځنډ او د طالبانو له دوامدارو فشارونو وروسته اړ شوی چې خپل خپرونې د ټولنیزو رسنیو له لارې بیا پیل کړي. امسو د دې رسنۍ د بیا فعالیت هرکلی کړی او د هغې ملاتړ یې څرګند کړی دی.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له طالبانو غوښتي چې سلمان اخلاقي ژر او له قید او شرط پرته خوشې کړي او پر خبریالانو او رسنیو د فشارونو او نیونو لړۍ پای ته ورسوي.

سازمان ویلي چې د خبریالانو نیول او د رسنیو تړل به د خلکو د حقیقت ته د لاسرسي مخه ونه نیسي.

امسو همداراز د «راه فردا» تلویزیون او «اصلاح غږ» راډیو پر فعالیتونو د لګول شویو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغو رسنیو دفترونه باید بېرته د هغوی کارکوونکو ته وسپارل شي.

دغه سازمان له ملګرو ملتونو، د خبریالانو د ملاتړ له نړیوالو بنسټونو، د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ)، د بې پولې خبریالانو سازمان (آر‌اس‌اف) او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې پر طالبانو سیاسي او حقوقي فشارونه زیات کړي، څو په افغانستان کې پاتې خپلواکې رسنۍ د فعالیت له بندېدو وژغورل شي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پای کې ویلي چې د افغان خبریالانو او مسلکي رسنیو غږ به د سانسور، نیولو او محدودیتونو له لارې چوپ نه شي.