Search

د پاکستان پخوانی سفیر د افغان طبي زده‌کړیالانو پر وړاندې د پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړه

News image
17 وږی 1405 - 16:29

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- کابل کې د پاکستان پخواني سفیر، منصور احمد خان، د پاکستان له طبي او ستوماتولوژۍ شورا غوښتي چې د دغه هېواد په طبي کالجونو او پوهنتونونو کې د افغان زده‌کړیالانو د زده‌کړو د بندولو په تړاو پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له انساني او عملي پلوه به غوره دا وي چې افغان زده‌کړیالانو ته اجازه ورکړل شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته افغانستان ته د هغوی د ستنېدو زمینه برابره شي.

منصور احمد خان لیکلي: «یوه غوره انساني او عملي لاره دا کېدای شي چې افغان محصلینو ته اجازه ورکړل شي، خپلې اړوندې زده‌کړې بشپړې کړي او د زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته هغوی ته افغانستان ته د ستنېدو زمینه برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا د دغه هېواد طبي پوهنتونونو او کالجونو ته سپارښتنه کړې چې په دغو مرکزونو کې پر زده‌کړو بوختو افغان زده‌کړیالانو ته د بېرته ستنېدو اسانتیا برابره کړي او نوي افغان زده‌کړیالان دې نه مني.