کابلټریبیون (کېټي)-- د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په کنړ ولایت کې د مناګي برېښنا بند د بیارغونې چارې د شاوخوا ۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په وینا، دغه بند به د ۲.۱ مېګاواټه
برېښنا د تولید ظرفیت ولري او د بیارغونې چارې به یې په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د دې پروژې له
بشپړېدو سره به شاوخوا څلور زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.