کابلتریبیون (کیتی)-- اندري بېلوسوف، د روسیې د دفاع وزیر، ویلي چې له افغانستان سره د تاجیکستان د ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو له مهمو امنیتي او دفاعي لومړیتوبونو څخه ده.
بېلوسوف د تاجیکستان د خپلواکۍ د پنځه دېرشمې کلیزې په مناسبت په
مراسمو کې وویل چې روسیه او تاجیکستان نږدې پوځي همکاري لري او په تاجیکستان کې د
روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه د بهرنیو ګواښونو د مخنیوي لپاره په بشپړ چمتووالي کې ده.
هغه ټینګار وکړ چې مسکو د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د شانګهای د
همکارۍ سازمان او د خپلواکو دولتونو د ګډو هېوادونو په چوکاټ کې د امنیتي همکاریو
پراخولو ته دوام ورکوي.
د روسیې د دفاع وزیر وویل چې د دغو همکاریو په لړ کې د تاجیکستان او
افغانستان د ګډې پولې امنیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي او تاجیکستان یې د روسیې
ستراتیژیک شریک وباله.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم
تېره اوونۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل تاجیک
سیال امامعلي رحمان سره د افغانستان د وضعیت او سیمهییز امنیت په اړه خبرې کړې وې.
پوتین ویلي وو چې مسکو د افغانستان د وضعیت په اړه د تاجیکستان له
امنیتي اندېښنو خبر دی او دواړه هېوادونه د امنیتي مسئلو په برخه کې نږدې همغږي
لري.
تاجیکستان په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره د خپلې شاوخوا ۱۳۰۰
کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د تاجیک چارواکو په وینا، په سرحدي سیمو کې د ځینو وسلهوالو او بېپیلوټه الوتکو
بریدونو وروسته دغه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د تاجیکستان او افغانستان د پولې د امنیت پیاوړتیا د ډلهییز امنیت
تړون سازمان په اجنډا کې هم شامله ده او ټاکل شوې چې د تاجیکستان د سرحدي ځواکونو
د وړتیا د لوړولو لپاره پوځي او تخنیکي تجهیزات برابر شي.
روسیې له دې وړاندې هم څو ځله له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو
ته د امنیتي ګواښونو او بېثباتۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.