Search

یوناما: سواد د افغانانو د ژوند او معیشت په ښه والي کې مهم رول لري

News image
18 وږی 1405 - 09:38 خالد حمیدزوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې سواد او زده‌کړه د افغانانو د ژوند، معیشت او هوساینې په ښه والي کې مهم رول لرلی شي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نړیوالې ټولنې شاوخوا شپږ لسیزې وړاندې د سواد- زده‌کړې مهم رول په رسمیت وپېژاند او دا یې د خلکو د پیاوړتیا او په ټولنیز ژوند کې د اغېزمن ګډون لپاره اساسي وسیله وبلله.

د یوناما په وینا، د پوهنې وزیرانو په ۱۹۶۵ میلادي کال نړیواله غونډه کې د یونسکو غړو هېوادونو ټینګار کړی و چې سواد زده‌کړه باید خلک د خپل ژوند او معیشت د ښه والي لپاره پیاوړي کړي او دا د انسان له اساسي حقونو څخه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د یونسکو، ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو د څو لسیزو راهیسې د سواد زده‌کړې له پروګرامونو ملاتړ کړی، خو یوناما وايي چې له څلورو لسیزو ډېرې جګړې او بې‌ثباتۍ په دې برخه کې پر پرمختګ جدي اغېز کړی دی.

د یونسکو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سواد کچه په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۳۷.۳ سلنه وه. د ښځو ترمنځ د سواد کچه ۲۲.۶ سلنه او د نارینه‌وو ترمنځ ۵۲.۱ سلنه وه.

یوناما وايي، سره له دې افغانان لا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بې‌سوادۍ د له منځه وړلو او د نوو مهارتونو د زده‌کړې لپاره هڅې کوي.

د یوناما په وینا، یونسکو له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ځوانانو او لويانو لپاره د بنسټیزې زده‌کړې او سواد زده‌کړې د پروګرامونو د پراختیا په برخه کې همکاري کړې ده.

د روان کال د سواد نړیوالې ورځې موضوع «د خلکو، سیارې او هوساینې لپاره سواد زده‌کړه» ده، چې د افرادو د ژوند د ښه والي، د هوسا ټولنو د رامنځته کولو او د یوه پایدار راتلونکي په جوړولو کې د سواد زده‌کړې پر اهمیت ټینګار کوي