کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان پوځ وايي، چې د بلوچستان په خاران او واشک ولسوالیو کې په دوو جلا استخباراتي عملیاتو کې یې ۱۱ وسلهوال وژلي او ۲.۹ ټنه چاودېدونکي توکي یې ترلاسه کړي دي.
پاکستانۍ رسنۍ «ډان» د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ په حواله
راپور ورکړی چې دغه عملیات د سپټمبر په ۶مه او ۷مه، د وسلهوالو د شتون په اړه د راپورونو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، وسلهوالو په خاران کې د
لارې د تړلو او د خلکو د تګ راتګ د ګډوډولو هڅه کړې وه، خو امنیتي ځواکونو یې مخه
نیولې او په نښته کې یې اته وسلهوال وژلي دي.
په واشک ولسوالۍ کې په یوه جلا عملیاتو کې امنیتي ځواکونو د وسلهوالو
پر یوه پټنځي عملیات وکړل او له وسلهوالو سره د نښتې پر مهال درې نور کسان ووژل
شول.
د پوځ په وینا، امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۲.۹ ټنه چاودېدونکي
توکي هم ترلاسه کړي، چې د لاسي جوړو چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول کېدل.
پوځ ویلي چې په سیمه کې د نورو وسلهوالو د موندلو لپاره تصفیوي
عملیات هم روان دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د «عزم استحکام» په نوم د ترهګرۍ ضد ملي
کمپاین لاندې امنیتي عملیات زیات کړي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي وسلهوال له هغو
ډلو سره تړاو لري چې اسلاماباد یې د هند له خوا ملاتړ شوې بولي. هندي چارواکو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.