Search

مجاهد: له پاکستانه د افغان طبي زده‌کوونکو ایستل «غیرانساني او د خواشینۍ» وړ دي

News image
18 وږی 1405 - 16:50 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)--د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد له پاکستانه د افغان طبي زده‌کوونکو د ایستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ وړ» بللې او له اسلام‌اباد څخه یې غوښتي چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي.

مجاهد د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۸مه، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان زده‌کوونکو د منلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه وویل چې دغه زده‌کوونکي کولای شي د افغانستان په پوهنتونونو کې شامل شي او خپلې نیمګړې زده‌کړې بشپړې کړي.

مجاهد وویل: «د لوړو زده‌کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري. هغه زده‌کوونکي چې هېواد ته ستنېږي، کولای شي خپلې زده‌کړې له هماغه ځایه چې درېدلې دي، بېرته پیل او دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ادارې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې دي او په ځانګړي ډول یې ښځینه زده‌کوونکې له لوړو زده‌کړو او د طب او نرسنګ له زده‌کړو محرومې کړې دي.

مجاهد د هغو افغان ښځینه زده‌کوونکو د وضعیت په اړه څه ونه ویل چې د طب په برخه کې په پاکستان کې زده‌کړې کوي او د پاکستان د پرېکړې له مخې د ایستلو له احتمال سره مخ دي.

د پاکستان طبي شورا له افغان طبي زده‌کوونکو غوښتي چې د پاکستان خاوره پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.