کابلټریبیون (کېټي)-- رویټرز د سعودي، پاکستاني او ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان ایران ته د سعودي عربستان خبرداری رسولی او له تهران څخه یې غوښتي چې د یمن د حوثیانو د هغو بریدونو د درولو لپاره اقدام وکړي چې د سعودي پر خاوره ترسره کېږي.
د رویټرز په وینا، د پاکستان دا هڅه د دې لپاره شوې چې د سیمې د بحران
له پراخېدو او د تاوتریخوالي له لا زیاتېدو مخنیوی وشي.
حوثیانو د سې شنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۷مه، د سعودي عربستان په خمیس
مشیط کې یو هوايي اډه او د دغه ښار شاوخوا د تېلو تاسیسات په نښه کړل. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د چهارشنبې په ورځ وویل چې سعودي جنګي
الوتکو په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د یمن په بېلابېلو ولایتونو ۵۴ هوايي بریدونه کړي
دي. هغه خبرداری ورکړ چې د ده په وینا، دغه بریدونه به «بې ځوابه او له مجازاتو
پرته پاتې نه شي.»
د یمن د جګړې د پراخېدو په صورت کې په منځني ختیځ کې یو بل پوځي جبهه
رامنځته کېدای شي چې د نړۍ د انرژۍ د عرضې امنیت هم له ګواښ سره مخ کولی شي. په
همدې حال کې، د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو له زیاتېدو سره په خلیجي سیمه
کې پر بېړیو هم د سمندري نښتو کچه لوړه شوې ده.
د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د دفاعي تړون له امله د
پاکستان خبرداری ایران ته ځانګړی اهمیت لري. پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې شخړه
کې د اسلاماباد هر ډول پوځي رول به د سعودي عربستان د خاورې دفاع ته محدود وي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې پر سعودي عربستان د
بریدونو پراخېدل ښايي د ریاض، انقرې او اسلاماباد ترمنځ ګډ امنیتي میکانیزم فعال
کړي.
آصف یوه پاکستاني ټلوېزیوني شبکې ته ویلي: «پر یوه هېواد تېری به د
ټولو درېیو هېوادونو پر وړاندې تېری وبلل شي.»
هغه زیاته کړې چې په دې اړه «هېڅ ابهام یا شک» نشته او که پر سعودي
عربستان بېدلیله تېری وشي یا جګړه دغه هېواد ته وغځېږي، نو یاد دفاعي تړون به
فعال شي.