کابلټریبیون (کېټي)— د امریکا د عدلیې وزارت وايي، افغانه ښځه، نذیرا حاجيزاده، د «بهرني ترهګرې» په توګه له متحده ایالاتو ایستل شوې او افغانستان ته ستنه شوې ده.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، دا د «د بهرنیو ترهګرو د ایستلو محکمې»لومړۍ قضیه ده چې له جوړېدو راهیسې پرې عملي اقدام شوی دی. دغه ځانګړې فدرالي محکمه په ۱۹۹۶ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړه شوې وه.
وزارت ویلي، ۴۷ کلنه مېرمن حاجيزاده چې تر دې مخکې د ټکزاس ایالت په فورټ ورت ښار کې اوسېدله، د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ټاکنو په ورځ د داعش له الهام اخیستي احتمالي ډلهییز برید څخه د ملاتړ په اړه د حکومت ادعا ومنله.
د هغې زوی، عبدالله حاجيزاده، او زوم یې، ۲۸ کلن نصیر احمد توحیدي، هم د دغه پلان په تړاو نیول شوي وو. د امریکا د عدلیې وزارت وايي، توحیدي د داعش لپاره د مادي ملاتړ برابرولو او د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو په تړاو جرم منلی او اوس د خپلې سزا د اعلان په تمه دی.
عبدالله حاجيزاده، چې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و، د یوه بالغ کس په توګه یې جرم منلی او په فدرالي زندان کې په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. هغه د خپلې قضايي هوکړې له مخې منلې چې د بند له مودې وروسته به افغانستان ته وایستل شي.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، نذیرا حاجيزاده د جولای په ۳۰مه محکمې ته حاضره شوې، د حکومت له لوري د «بهرني ترهګرې» په توګه د هغې د پېژندلو پرېکړه یې منلې او د ایستلو د حکم پر وړاندې یې د استیناف له حقه تېر شوې ده.
د وزارت په وینا، حکومت په دې قضیه کې له محرمو معلوماتو څخه هم کار اخیستی او حاجيزادې او د هغې وکیلانو ته یې د قضیې د ملاتړ لپاره شاوخوا نیم ټېرابایټ اسناد سپارلي دي.
د عدلیې وزارت وايي، د ایستلو حکم د اګسټ په ۲۰مه صادر شوی و او وروسته له هغې خپور شو چې حاجيزاده افغانستان ته ستنه شوه. نوموړې اوس د امریکا متحده ایالاتو ته د بیا داخلېدو وړ نه ده.
امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د حاجيزادې کورنۍ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو له ورځې، د نومبر له پنځمې، سره نږدې د یوه ډلهییز برید د ترسره کولو پلان درلود. د محکمې د اسنادو له مخې، توحیدي د برید لپاره د دوو کلاشینکوف ټوپکو، ۵۰۰ مرمیو او ۱۰ شاژورونو د ترلاسه کولو په موخه هڅې کړې وې.
د امریکا د عدلیې وزارت همداراز ویلي چې د کورنۍ غړو د برید لپاره د پیسو برابرولو په موخه د خپلې کورنۍ یو شمېر شتمنۍ پلورلې وې او کابل ته یې د یو طرفه سفر ټکټونه هم اخیستي وو.
د امریکا د عدلیې وزیر ټاډ بلانش دغه قضیه د ملي امنیت او د قانون د حاکمیت لپاره مهمه بللې ده. د «افبيآی» مشر کاش پټېل هم ویلي چې د حاجيزادې له ایستلو سره د امریکا خاوره د ترهګرۍ له یوه احتمالي ګواښ څخه خوندي شوې ده.