Search

د طالبانو د دفاع وزارت لوړپوړی پلاوی د شیانګشان فورم لپاره بیجینګ ته لاړ

News image
21 وږی 1405 - 12:42 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د طالبانو د دفاع وزارت د سرمفتش تورن جنرال لطیف‌الله حکیمي په مشرۍ د دغه وزارت یو لوړپوړی پلاوی د چین په ۱۳م شیانګشان نړیوال فورم کې د ګډون لپاره بیجینګ ته تللی دی.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، حکیمي به په دغه نړیوال فورم کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي او د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاوو سره به په لیدنو کې پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.

د شیانګشان نړیوال فورم د امنیتي او دفاعي مسایلو په اړه د چین له مهمو نړیوالو ناستو څخه دی چې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي پوځي او دفاعي چارواکي په کې ګډون کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت د پلاوي سفر داسې مهال ترسره کېږي چې چین له طالبانو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو لا هم یې د طالبانو حکومت په رسمي ډول په رسمیت نه دی پېژندلی.