کابلټریبیون (کېټي)— اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (افاېاو) د افغان بزګرانو او کرنیزو سوداګریزو شرکتونو د ملاتړ لپاره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت نوی نوښت پیل کړی دی.
د دې نوښت موخه کرنیزو سوداګریزو شرکتونو او بازارونو ته افغان بزګرانو د لاسرسي زمینه برابرول، د هغوی عایدات باثباته کول او د اقلیمي او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د هغوی د مقاومت وړتیا لوړول دي.
د پروژې له مخې، له زیانمنو کورنیو، په ځانګړي ډول له راستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو سره به په هغو ولسوالیو کې مرستې وشي چې د خوړو او تغذیې له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي. په دې پروګرام کې به ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د افاېاو په وینا، د پروژې په چوکاټ کې به د خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي. دغه مرکزونه به بزګران او کلیوالي سوداګر له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو سوداګریزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.
دغه مرکزونه به د کرنې د غوره طریقو او نوې ټکنالوژۍ د کارولو لپاره هم زمینه برابره کړي. بزګرانو ته به د FAO د اقلیمي تحلیلونو او وختي خبرداري معلوماتو ته لاسرسی ورکړل شي، څو د اقلیمي شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړي.
د دې پروژې له لارې به دوه زره هکټاره ویجاړ شوي ځنګلونه او څړځایونه هم بېرته ورغول شي. همداراز، د ښځو او ټولنو له لوري د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو ملاتړ کېږي.
اروپايي ټولنه وايي، دغه اقدامات به د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مرسته وکړي او په کلیوالو سیمو کې به د خلکو لپاره د عاید او معیشت نوي فرصتونه رامنځته کړي.
افاېاو به د کرنیزو او خوراکي توکو په برخه کې هغو سوداګریزو شرکتونو ته هم د ګډ تمویل مرستې، تخنیکي مشورې او سوداګریزې لارښوونې ورکړي چې د پراختیا او ودې وړتیا لري.
په دې پروګرام کې شامل شرکتونه به د پروژې له مالي ملاتړ سره یوځای خپلې سرچینې هم وکاروي، څو د محصولاتو د پروسس او نورو خدمتونو کچه لوړه کړي، له ځايي تولیدوونکو څخه د محصولاتو پېرود زیات کړي او په کلیوالو سیمو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافېر نیکولا بلومو وویل، د دې پروژې ملاتړ د افغانانو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته د اروپايي ټولنې د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي.
بلومو وویل، د افغانستان کرنیز ظرفیت لا هم په کافي اندازه نه دی کارول شوی او هېواد د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
هغه زیاته کړه چې اروپايي ټولنه به له افاېاو سره په ګډه د کرنیزو مشورتي خدمتونو د پیاوړتیا، د کرنیزو سوداګریزو شرکتونو د ودې، د طبیعت پر بنسټ د حللارو د پراختیا او د شواهدو پر بنسټ د معلوماتو او تحلیلونو د ښه کولو لپاره کار وکړي.
په افغانستان کې د افاېاو استازي ریچارډ ټرېنچارډ وویل چې دغه سازمان د ډېرو بشري مرستو پر بنسټ پروګرامونو څخه د لا دوامدارو لارو چارو پر لور د تګ په حال کې دی.
ټرېنچارډ وویل چې د افغانستان کرنیزو او خوراکي سوداګریزو شرکتونو، سره له سختو شرایطو، د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او له بزګرانو سره د بازارونو د نښلولو وړتیا ښودلې ده.
هغه زیاته کړه چې د دې نوښت له لارې به بزګران له اړینو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلول شي او له کرنیزو سوداګریزو شرکتونو سره به د پانګونې او پراختیا په برخه کې مرسته وشي.