کابل ټریبيون (کیټي) — په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان استازي عبدالعزیز الواصل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
واصل پر خپلې رسمي پاڼه لیکلي چې نوموړي رباب فاطمې ته د هغې د نوې
دندې او مسوولیتونو له امله مبارکي ویلې ده.
د سعودي عربستان استازي ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان د وروستیو
تحولاتو، سولې او ثبات او د افغان ولس د هیلو په اړه خبرې وشوې.
هغه د افغانستان د سولې او ثبات د ملاتړ او د افغان ولس د ستونزو د حل
لپاره د ملګرو ملتونو پر مهم رول هم ټینګار کړی دی.