Search

جرمني ۱۳ افغان وګړي په چارټر الوتکه کابل ته ولېږدول

News image
25 وږی 1405 - 15:21 خالد حمیدزوی

کابل ټریبيون (کی‌ټي) — د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۳ افغان وګړي یې د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته ستانه کړي دي. دا د هغو افغانانو تازه ډله ده چې د جرمني د کډوالو د ایستلو د پالیسۍ په چوکاټ کې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ټولو ۱۳ کسانو ته له دغه هېواده د وتلو امر شوی و او جرمي سابقه یې لرله. د نوموړي په وینا، د دوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، برید او د نشه‌يي توکو قاچاق شامل دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو چارټر الوتکه د سې‌شنبې په ورځ کابل ته رسېدلې او د ایستلو بهیر یې بشپړ شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د اوسني واکمن ائتلاف له پیل راهیسې تر دې دمه ۲۶۳ افغان وګړي له جرمني څخه ایستل شوي دي چې نږدې ټولو یې جرمي سابقه لرله.

د افغان وګړو د بېرته ستنولو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو چارواکو د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په بهیر کې د همکارۍ لپاره چې له جرمني څخه د وتلو امر ورته شوی، دغه هېواد ته نور کسان استولي دي.

د جرمني حکومت وايي، دغه کسان په اداري چارو، په ځانګړي ډول د افغان وګړو د ایستلو لپاره د اړینو اسنادو په برابرولو کې همکاري کوي.

له طالبانو سره د جرمني د دې همکارۍ په اړه د دغه هېواد د ځینو سیاستوالو او د پناه‌غوښتونکو د حقونو د مدافعانو له خوا نیوکې هم شوې دي. منتقدان، چې د جرمني د شنو ګوند ځینې غړي هم پکې شامل دي، وايي له طالبانو سره د مهاجرینو د ایستلو په برخه کې همکاري ښايي دغه ډلې ته سیاسي امتیاز ورکړي؛ په داسې حال کې چې جرمني د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

د پناه‌غوښتونکو د حقونو مدافعې ادارې «پرو ازول» د یوې پارلماني پوښتنې پر بنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه شاوخوا ۱۳ زره افغان وګړي چې له جرمني څخه د وتلو مکلف وو، لا هم په دغه هېواد کې اوسېدل.

د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۰ زره تنه د «دولدونګ» په نوم د ایستلو د موقتي ځنډ له وضعیت څخه برخمن وو. د دغه وضعیت له مخې، د دوی ایستل په موقتي توګه ځنډول کېږي او سمدستي افغانستان ته نه شي ستنېدلی.