Search

د ترکیې د استخباراتو رییس افغانستان ته د سفر پر مهال له لوړپوړو طالب چارواکو سره وکتل

News image
25 وږی 1405 - 21:22 خالد حمیدزوی

کابل تریبون (کی‌ټي) — د ترکیې د استخباراتو ادارې رییس ابراهیم کالن افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د امنیتي او دفاعي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

کالن د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني او د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد سره په جلا لیدنو کې خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، حقاني او کالن د افغانستان او ترکیې د اړیکو د پراختیا، امنیت، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په اړه بحث کړی دی.

په دې لیدنه کې د ځینو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې مجاهد او کالن د افغانستان او ترکیې د اړیکو، امنیتي مسایلو او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په اړه خبرې کړې دي.

دواړو لورو د کابل او انقرې ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

کالن همداراز د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره هم لیدلي دي. 

تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د قطر د استخباراتو ادارې مرستیال هم نن کابل ته سفر کړی.