Search

په لوګر کې یو قومي مخور د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی

News image
27 وږی 1405 - 10:33 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— په لوګر ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د دغه ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې یو قومي مخور او د افغانستان د پخواني حکومت پلوی په ډزو وژلی دی.

د سرچینو په وینا، ببرک احمدزي د پنجشنبې په ورځ، د وږي په ۲۶مه، د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د بورګ په سیمه کې د خپل په کلي کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.

د سرچینو په وینا، وسله‌وال له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د احمدزي خپلوانو هم د نوموړي وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره اړیکې لرلې.

د ببرک احمدزي خپلوانو ویلي چې د هغه زوی، سیف‌الله، د پخواني حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د یوې قطعې قوماندان و.

تر اوسه د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د ببرک احمدزي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

همداراز تر دې دمه کومې ډلې یا کس د هغه د وژلو مسوولیت نه دی منلی.