Search

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې ځانمرګي برید ۱۶ کسان وژلي

News image
27 وږی 1405 - 15:19 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د جمعې د لمانځه پر مهال د پولیسو د پخوانیو لیکو ته څېرمه په ځانمرګي برید کې د پنځو پولیسو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.

جیونیوز د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي پلټونکي ذوالفقار حامد له قوله ویلي، له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د پولیسو د پخوانیو لیکو له دروازې سره وجنګېد او وروسته وچاودېد.

حامد ویلي، له چاودنې سره هم‌مهاله ډزې هم شوې او د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر زیاته کړې چې د ډزو پر مهال د ځانګړې څانګې په ودانۍ کې دویمه ځانمرګۍ چاودنه هم شوې ده.

د هغه په وینا، تر اوسه درې وسله‌وال له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

حامد ویلي، د خیبر پښتونخوا پولیس به د وسله‌والو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او دا ډول بریدونه به د پولیسو مورال کمزوری نه کړي.

د کوهاټ د ولسوالۍ مرکزي روغتون طبي مشر طاهر علي شاه جیو نیوز ته ویلي، له چاودنې وروسته ۱۵ جسدونه او له ۵۰ ډېر ټپیان روغتون ته انتقال شوي وو. د روغتون ادارې وروسته ویلي چې لږ تر لږه ۲۵ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د ژغورنې ادارې چارواکو ویلي، چاودنې د جومات بهرنۍ برخه سخته زیانمنه کړې او یو دېوال هم نړېدلی دی. د پېښې په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان وو.

چارواکو له پېښې وروسته د کوهاټ ـ هنګو لویه لار د ټرافیک پر مخ تړلې ده. د کوهاټ ولسوالۍ ادارې هم د ټپیانو د درملنې لپاره په مرکزي روغتون کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د پاکستان مرکزي پولیس دفتر ویلي، د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي پلټونکي له کوهاټ سیمه‌ییز پولیس مشر څخه د پېښې په اړه راپور غوښتی دی.

د مرکزي پولیس دفتر په وینا، چارواکي لا هم د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي او له بریدګرو سره د پولیسو نښته له چاودنې وروسته هم روانه وه.