کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، د اسلاماباد اختلاف له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره نه، بلکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره دی.
چودري له «عرب نیوز» سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت ټولشموله
نه دی او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.
هغه ویلي، پاکستان له طالبانو یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا ده چې د
افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو مخه ونیول شي.
د پاکستان د پوځ ویاند دغه غوښتنه «ډېره ساده، منطقي او روښانه» بللې
او ویلي یې دي چې د همدې یوې موضوع په حل سره د دواړو لورو ترمنځ ستونزې هوارېدای
شي.
چودري خبرداری ورکړی چې که طالبان په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د
شتون او فعالیت په اړه د اسلاماباد اندېښنو ته رسېدنه ونه کړي، پاکستان به د خپل
ځان د دفاع لپاره «تر هرې کچې» اقدام وکړي.
هغه له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د
خبرو اترو امکان هم رد کړی او ویلي یې دي: «موږ له ترهګرو سره خبرې نه کوو. له
همدې امله، دا موضوع منتفي ده. موږ یوازې ترهګر وژنو.»
اسلاماباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځینو
وسلهوالو ډلو ته د پناه او ملاتړ په ورکولو سره په پاکستان کې د بریدونو زمینه
برابروي. طالبان دغه تورونه ردوي.
د دواړو لورو ترمنځ د همدې موضوع پر سر اړیکې په وروستیو کې سختې
ترینګلې شوې دي او اختلافات یې څو ځله په وسلهوالو نښتو اوښتي دي.
چودري ویلي، د اړیکو د ښه کېدو لپاره طالبان باید د هغو وسلهوالو ډلو
د روزنیزو مرکزونو، مشرانو او د ملاتړ شبکو پر وړاندې اقدام وکړي چې د اسلاماباد
په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي.
هغه ویلي: «هغوی په کابل کې دي، په کندهار کې دي او په نورو ځایونو کې
دي. هغوی ته پناه مه ورکوئ، وسلې مه ورکوئ او لوژستیکي ملاتړ مه کوئ.»
د پاکستان د پوځ ویاند همداراز ویلي چې طالبان باید د دوحې هوکړې خپلو
ژمنو ته درناوی وکړي. د دغې هوکړې له مخې، ژمنه شوې وه چې د افغانستان خاوره به د ترهګریزو
فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ
«العربیه انګلیش» ته ویلي چې طالبان له پاکستان سره د خبرو اترو او همکاریو د دوام
غوښتونکي دي.