Search

روسیې له طالبانو او پاکستانه غوښتي له تقابل څخه ډډه وکړي

News image
1 تله 1405 - 20:19 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— کابل کې د روسیې سفارت له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې له تقابل څخه ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دغه سفارت په خپل اکس‌پاڼه کې لیکلي دي: «د افغانستان پر ختيځو ولايتونو باندې د هوايي بريدونو په پايله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د معلوماتو په اړه ډېر اندېښمن يو.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تېره ورځ په کونړ او پکتیکا ولایت هوایي بریدونه ترسره کړل. پاکستان وايي، چې په دغو بریدونو کې یې ۲۸ «ترهګر» وژلي دي.

خو طالبانو ویلي چې په دغو بریدونو کې درې ملکي وګړي مړه شوي دي.