کابل ټریبیون (کېټي)— د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، حیاتالله مهاجر فراهي، هغه راپورونه چې ګواکې د طالبانو حکومت له لوري پر پاکستان اته ډرونونه توغول شوي، «بېبنسټه شایعې» بللي دي.
فراهي ویلي، د پاکستان د وروستیو بمباریو او د اتو ډرونونو د توغولو
په اړه دغه ادعاوې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د «خپل روایت د تقویې
ناکامه هڅه» ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون د نوموړي له قوله زیاته کړې چې دا موضوع د «مکې د تړون څخه
تېښته» هم ده.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان د ولسمشرۍ ویاند مرتضی سولنګي د طالبانو له لوري د ډرونونو
کارول غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات پاکستان نه شي وېرولای او نه یې هم
له خپلو دریځونو او هڅو اړولی شي.
سولنګي په یوه بیان کې د طالبانو ډرونونه «الوتونکي لوبتکي» بللي او
ټینګار یې کړی چې باید د سرحدي «ماجراجویۍ» او «بېپروا پارونکو اقداماتو» په اړه
له هر ډول غلط اټکل څخه ډډه وشي، ځکه د ده په وینا، دا ډول اقدامات به له غبرګون
پرته پاتې نه شي.