کابلټریبیون (کېټي) — د پاکستان پوځ وایي، امنیتي ځواکونو یې د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو دوو شپو او ورځو پر مهال په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۹ وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ، د میزان پر لومړۍ نېټه، په یوه
خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د کوټې په شابان سیمه کې د
استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي او په ترڅ کې یې ۱۳ وسلهوال وژلي دي.
د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې له وژل شویو وسلهوالو څخه یو شمېر
وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د سهشنبې او چهارشنبې په ورځو کې د کیچ او
لوېدیځې کوټې په ولسوالیو کې هم له وسلهوالو سره نښتې شوې دي چې په ترڅ کې یې لږ
تر لږه شپږ وسلهوال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو عملیاتو پر مهال د پاکستان د امنیتي ځواکونو
یو ۳۹ کلن سرتېری، محمد جمیل، هم له وسلهوالو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي چې د وسلهوالو پر وړاندې عملیات یې د «عزم او
استحکام» په نوم د روانې مبارزې په چوکاټ کې دوام لري.
بلوچستان او خیبر پښتونخوا د پاکستان له ناامنه ایالتونو څخه دي چې په
وروستیو کلونو کې په کې د وسلهوالو فعالیتونه او امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.