Search

طالبانو په پاکستان کې د نیول شویو میتامفیتامینو د سرچینې په اړه د امریکا څرګندونې رد کړې

News image
3 تله 1405 - 09:46

کابل ټریبیون (کابل‌ټریبیون) — د طالبانو ادارې په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت هغه څرګندونې رد کړې چې په پاکستان کې نیول شوي ۴۶۳ کیلوګرامه کریسټال میتامفیتامین یې د افغانستان محصول بللی و.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې د امریکا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د پاکستان د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک په ګډو عملیاتو کې ۴۶۳ کیلوګرامه کریسټال میتامفیتامین نیولي دي. د سفارت په وینا، دغه نشه‌یي توکي د افغانستان محصول وو، شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالر ارزښت یې درلود او سریلانکا ته لېږدول کېدل.

د امریکا سفارت ویلي چې د عملیاتو په تړاو څو کسان هم نیول شوي او دغه عملیات د نشه‌یي توکو د نړیوالو قاچاقي شبکو پر وړاندې د امریکا او پاکستان د ګډو هڅو یوه بېلګه ده.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په اېکس کې د امریکا د سفارت څرګندونې «بې‌بنسټه او سیاسي انګېزه لرونکې ادعا» بللې ده.

بلخي ویلي چې د طالبانو ادارې په افغانستان کې د هر ډول نشه‌یي توکو پر تولید، قاچاق او استعمال بشپړ بندیز لګولی دی. هغه دا ادعا هم کړې چې افغانستان د مصنوعي نشه‌یي توکو د تولید ظرفیت نه لري.

نوموړي ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ لارې نږدې یو کال کېږي تړلې دي او له امریکا یې غوښتي چې د نیول شویو نشه‌یي توکو سرچینه په پاکستان کې ولټوي.