Search

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ۶۹ سلنه راستنېدونکي افغانان کار ته لاسرسۍ نه لري

News image
7 تله 1405 - 10:42 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي چې د اګسټ په میاشت کې د ۱،۵۴۷ سروې شوو راستنېدونکو افغانانو له ډلې ۶۹ سلنه کارته لاسرسۍ نه درلود.

دغه سازمان ویلي، چې په دې سروې کې ۱،۲۶۷ کسان د کورنۍ سرپرست او ۲۸۰ انفرادي راستنېدونکي شامل وو. دغه کسان د ۲۰۲۵ کال د جولای او ډسمبر ترمنځ، هېواد ته راستانه شوي دي د دغه سازمان لخوا یې مرسته هم ترلاسه کړې ده.

د راپور له مخې، دغه سروې یوازې د هغو راستنېدونکو وضعیت ښيي چې له IOM څخه یې مرسته ترلاسه کړې او سازمان ورسره د بیا اړیکې توان درلود.

دغه سازمان ټینګار کړی چې پایلې یې باید له ایران او پاکستان څخه ټولو راستنېدونکو افغانانو ته عمومي نه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، له هغو راستنېدونکو څخه چې په تېرو ۳۰ ورځو کې یې کار کړی و، ۷۱ سلنه یوازې په نیمه‌وخت یا غیرکامل ډول په دندو بوخت وو، ۲۷ سلنه بشپړ وخت کار کاوه او دوه سلنه د خپل کاروبار خاوندان وو.

راپور ښيي چې د سروې شوو کورنیو او انفرادي راستنېدونکو ۵۴ سلنه کسانو نه شو کولای چې د مرکې تر مخه په ۳۰ ورځو کې خپل لومړني اړتیاوې یوازې د خپلو عایداتو له لارې پوره کړي.