Search

بغلان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

News image
11 تله 1405 - 15:12 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د بغلان په پلخمري ښار او دوشي ولسوالۍ کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې دوه کسان مړه شوي او نهه نور، چې اووه یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو چارواکو ویلي، چې لومړۍ پېښه په پلخمري ښار کې هغه مهال شوې چې یو کرولا موټر له موټرسایکل سره ټکر کړی او د موټرسایکل چلوونکی یې مړ کړی دی.

په دویمه پېښه کې د دوشي ولسوالۍ د کیلګي په سیمه کې دوو کرولا ډوله موټرو سره ټکر کړی چې له امله یې یوه ښځه مړه شوې او د اوو ماشومانو په ګډون، نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

د پېښو د څرنګوالي او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.