کابلټریبیون (کېټي) — د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.
کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د سیمهییز امنیت په اړه د ګډ
امنیتي تړونونو سازمان، د خپلواکو هېوادونو ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په
ګډه غونډه کې د دغه سفر خبر ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، د سفر موخه د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو
او اقتصادي اړیکو پراختیا او له طالب چارواکو سره خبرې اترې دي.
کابلوف د مسکو او طالبانو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی مهم
بللی او ویلي یې دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا بهیر روان
دی او روسیه هڅه کوي چې دغه بهیر په همدې چټکۍ وساتي.
نوموړي زیاته کړې: «د همدې اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا
لپاره به ډېر ژر د روسیې فدراسیون یو لوی پلاوی، چې مشري به یې د دغه هېواد د
لومړي وزیر مرستیال الکسي لوگوینوویچ اورچوک کوي، افغانستان ته سفر وکړي.»
تر اوسه کابل ته د دغه پلاوي د سفر کره نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان
شوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په همدې غونډه کې ویلي وو،
چې د طالبانو حکومت یو واقعیت دی او باید ورسره تعامل وشي. نوموړي په ورته وخت کې
خبرداری ورکړی و، چې سختدریځې ډلې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د پراختیا
لپاره ګټه اخلي.
روسیه لومړنی او تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په
رسمیت پېژندلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرني استخباراتو د
ادارې مشر هم کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د استخباراتو له مشر سره یې لیدلي او
خبرې کړې وې.