Search

پکتیا کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې نښتې راپور

News image
1 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — یو شمېر رسنیو د پکتیا ولایت ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

د سرچینو په وینا، نښته د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې، د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې سیمې ته څېرمه شوې ده.

ځینو سرچینو ادعا کړې چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی معلوم.

د راپورونو له مخې، د ډزو د تبادلې پر مهال د پاکستان لوري ته د پولې په اوږدو کې د پیواړ پر یوه استوګنیزه سیمه هم یو توغندی لګېدلی دی.

تر اوسه د احتمالي ملکي تلفاتو، مالي زیانونو او د نښتې د پیل د لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. همداراز، د نښتې په اړه د پاکستاني او طالب چارواکو رسمي څرګندونې لا نه دي ترلاسه شوې.