Search

د بلوچستان په نال سیمه کې د مرمر ډبرو د کان ۱۸ کارګر تښتول شوي

News image
2 ساعته مخکې

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې وسله‌والو کسانو د مرمر ډبرو له یوه کان څخه ۱۸ کارګران او د کان د مالک زوی تښتولي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پېښه د یکشنبې په ورځ د خضدار ښار څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د نال سیمې په یوه کان کې رامنځ‌ته شوې ده.

چارواکو ویلي، وسله‌وال کسان د کان ودانۍ ته ننوتل، کارګران یې د وسلو په زور ونیول او له ځان سره یې بوتلل. د راپور له مخې، وسله‌والو پر یوه کارګر هغه مهال ډزې هم وکړې، چې د تېښتې هڅه یې کوله.

د راپور پر بنسټ، تښتول شوي کارګران د وډ او نال سیمو اوسېدونکي دي.

یاد کان د سردار عالم خان بزنجو ملکیت دی، چې د بلوڅو د قبیلې د مشر سردار اسلم بزنجو زوی دی. سردار اسلم بزنجو له نېشنل ګوند سره تړاو لري او د بلوچستان په بېلابېلو حکومتونو کې یې د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

چارواکو زیاته کړې، چې وسله‌والو د پېښې له ځایه د تېښتې پر مهال یو لوډر او دوه موټر هم له ځان سره وړي دي.

د ډان د راپور له مخې، امنیتي ځواکونو د تښتول شویو کارګرانو د موندلو لپاره په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.