کابلټریبیون (کېټي) — ټاکل شوې چې د امریکا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو (C5+1) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د دوشنبې په ورځ د اوزبېکستان په سمرقند ښار کې ترسره شي.
د اوزبېکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو
روبیو د یکشنبې په ماښام سمرقند ته رسېدلی، چې دا د هغه ۳۱م بهرنی سفر بلل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روبیو به د C5+1 په
سرمشریزه کې د ګډون ترڅنګ د اوزبېکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان له لوړپوړو چارواکو
سره دوهاړخیزې لیدنې هم وکړي.
د دغو خبرو موخه د امریکا او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د
ستراتیژیکو همکاریو پیاوړتیا، د امنیتي اړیکو پراختیا او د یوه باثباته او سوکاله
راتلونکي لپاره د ګډو هڅو زیاتول بلل شوي دي.
روبیو په دغه سفر کې د امریکايي سوداګرو او پانګهوالو د یوه لوی
پلاوي مشري هم کوي. تمه ده چې دا سفر د واشنګټن او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي او
سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
د C5+1 چوکاټ په
۲۰۱۵ کال کې د امریکا او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ رامنځته شو. د دغه
میکانیزم اساسي موخه د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او انرژۍ په برخو کې د
همکاریو پیاوړتیا ده.
د اوزبېکستان له سفر وروسته، ټاکل شوې چې روبیو هند ته ولاړ شي او د ممبۍ او
جام نګر په ښارونو کې له لوړپوړو هندي چارواکو او سوداګریزو مشرانو سره وګوري.
د راپور له مخې، په دغو لیدنو کې به د ستراتیژیکو اړیکو، انرژۍ په
برخه کې د همکاریو او سوداګریزو پانګونو پر پراختیا خبرې وشي.