Search

راپور: افغان قربانیانو ته د اسټرالیا د تاوان په طرحه کې پیسې نه دي ورکړل شوې

News image
1 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د اسټرالیا د هغو پروګرامونو له پیل دوه کاله وروسته، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د عملیاتو له امله زیانمنو شویو کسانو او د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره جوړ شوی، تر اوسه هېڅ افغان غوښتونکي تاوان نه دی ترلاسه کړی.

د اسټرالیا د «سټرډې پېپر» (The Saturday Paper) رسنۍ د راپور له مخې، د تاوان د ورکړې د طرحې له لارې ۱۰۵ غوښتنلیکونه ثبت شوي، خو د لسګونو غوښتونکو قضیې د شرایطو د نه پوره کولو له امله د ارزونې وړ نه دي بلل شوي یا رد شوي دي.

اسټرالیا په ۲۰۲۴ کال کې د هغو کورنیو لپاره د تاوان د ورکړې تګلاره مشخصه کړه، چې غړي یې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو له‌خوا په ناقانونه توګه وژل شوي یا زیانمن شوي دي. د راپور له مخې، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۹ ملکي وګړي د اسټرالیايي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

د برېټن راپور او د تاوان د ورکړې طرحه

د افغان قربانیانو لپاره د تاوان د ورکړې طرحه د اسټرالیا د پوځ د هغو څېړنو له خپرېدو وروسته رامنځته شوه، چې د «برېټن راپور» په نوم پېژندل کېږي.

په دغه راپور کې داسې شواهد وړاندې شوي چې له مخې یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په ۲۳ جلا پېښو کې د ۳۹ افغانانو په ناقانونه وژنو کې لاس درلود.

د برېټن راپور سپارښتنه کړې وه چې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته دې تاوان ورکړل شي او د غوښتنلیکونو ارزونه دې د تورنو پوځيانو د جزایي مسوولیت له معلومولو سره تړلې نه وي.

د اسټرالیا د دفاع وزیر هم په ۲۰۲۳ کال کې ویلي وو چې هېواد یې په افغانستان کې د ادعا شویو جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره د یوې مناسبې لارې په لټه کې دی.

خو د سټرډې پېپر د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اګست راهیسې لږ تر لږه شپږ دوسیې د نیو ساوت وېلز ایالت د سترې محکمې یوه پخواني قاضي او د غوښتنلیکونو د ارزونې مسوول، روټ مکال، ته د څېړنې لپاره سپارل شوې دي، خو تر اوسه هېڅ غوښتونکي ته تاوان نه دی ورکړل شوی.

د وژل شویو افغانانو کورنۍ د تاوان په تمه دي

د علي جان، احمدالله او محمد عیسی کورنۍ هم د هغو کسانو له ډلې دي چې د خپلو غوښتنلیکونو د ارزونې او د تاوان د ورکړې په تمه دي.

د راپور له مخې، دغه درې کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي وو، چې د اسټرالیا د پخواني پوځي بن رابرتس ـ سمیت د احتمالي لاس لرلو په اړه پکې ادعاوې مطرح شوې دي.

د راپور له مخې، علي جان په ۲۰۱۲ کال کې په روزګان ولایت کې وژل شوی و. احمدالله، چې مصنوعي پښه یې لرله، او پلار یې محمد عیسی په ۲۰۰۹ کال کې د یوه پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوي وو.

بن رابرتس ـ سمیت د راپور د معلوماتو له مخې، د روان کال د اپرېل په اوومه نیول شوی او د جنګي جنایتونو په تړاو د قتل له پنځو تورونو سره مخ دی. نوموړي دغه تورونه رد کړي دي.

د بشري حقونو نړیواله وکیله کیمبرلي ماتلي، چې د علي جان د کورنۍ په ګډون د یو شمېر افغان غوښتونکو استازیتوب کوي، وايي د تاوان د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر ورو او ناڅرګند دی او تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د ۱۰۵ غوښتنلیکونو له ډلې ۴۵ د شرایطو وړ نه دي بلل شوي

د سټرډې پېپر د راپور له مخې، د اسټرالیا د دفاع وزارت اسناد ښيي چې د تاوان د ورکړې د طرحې د انلاین غوښتنلیکونو له پیل څخه، د ۲۰۲۴ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۹مې پورې، ټول ۱۰۵ غوښتنلیکونه ثبت شوي وو.

له دې ډلې ۴۵ غوښتنلیکونه د شرایطو وړ نه دي بلل شوي.

د دغې طرحې پر وړاندې یوه اساسي نیوکه دا ده چې د تاوان ارزونه یوازې هغو پېښو ته محدوده ده چې د برېټن په راپور کې ثبت شوې دي.

وکیلان او کارپوهان وايي، ښايي نور افغان قربانیان هم وي چې پېښې یې په دغه راپور کې نه دي شاملې شوې، خو هغوی هم غواړي چې قضیې یې وڅېړل شي او د زیانونو په بدل کې تاوان ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، د طرحې د محدودیتونو او د غوښتنلیکونو د ارزونې د ورو بهیر له امله د افغان قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د تاوان د ترلاسه کولو برخلیک لا هم ناڅرګند پاتې دی.