Search

عراق له ایران سره د شیب سرحدي دروازه د نامعلومې مودې لپاره تړي

News image
2 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي له ایران سره د شیب سرحدي دروازې د نامعلومې مودې لپاره د تړلو امر کړی دی.

الجزیرې د چهارشنبې په ورځ، د اکټوبر ۲۱مه، د یوه عراقي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د شیب سرحدي دروازه به له همدې ورځې څخه د خلکو او توکو پر تګ راتګ وتړل شي او تر بلې خبرتیا پورې به تړلې پاتې وي.

د راپور له مخې، عراقي لومړي وزیر په راتلونکو څو ورځو کې د یو شمېر نورو سرحدي دروازو د تدریجي تړلو امر هم کړی دی.

تر اوسه عراقي او ایراني چارواکو د دغو سرحدي دروازو د تړلو د پرېکړې لاملونه په رسمي توګه نه دي څرګند کړي.

د سرحدي دروازو تړل به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر تګ راتګ او د توکو پر لېږد اغېز ولري، خو د دې پرېکړې د احتمالي اقتصادي او سوداګریزو اغېزو په اړه لا جزئیات نه دي خپاره شوي.