په اعلامیه کې راغلي: «موږ د هغو کورنیو چې په دې بې رحمه برید کې یې خپلوان له لاسه ورکړي تسلیت وایو او ټپیانو ته د چټکې روغتیا هیله کوو.»
د متحده ایالاتو سفارت ټینګار کړی چې دا هېواد د ترهګرۍ هر ډول عمل غندي او ژمن دی چې د پاکستان حکومت د سولې او ثبات د تامین هڅو ملاتړ وکړي.
یاده دې وي چې نن (سېشنبې، د لړم په ۲۰مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د ځانمرګي برید کې په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او څه باندې۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.