کابل ټربیون-د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني ویلي، اسرائیل د دوحې په ښار کې د حماس پر دفتر په برید سره “له ټولو پولو او محدودیتونو” تېر شوې دي.
هغه تېره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ناسته کې زیاته کړه، چې دغه اقدام د قطر ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي او د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
د قطر لومړي وزیر د اسرائیلو مشران “تندلاري” وبلل او ویې ویل چې هغوی هغو کسانو ته هېڅ پاملرنه نه کوي، چې د حماس له لوري یرغمل نیول شوې دي.
خو نوموړي ژمنه وکړه چې دوحه به د وینې بهېدو د پای ته رسولو لپاره خپلو دیپلوماتیکو او بشردوستانه هڅو ته دوام ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي داني دانن په ځواب کې وویل، چې قطر باید حماس وغندي او د دې ډلې غړي عدالت ته وسپاري، که نه نو اسرائیل به خپله دا کار ترسره کړي.
د اسرائیلو استازي همدارنګه ټینګار وکړ چې د دوی جګړه د حماس پر ضد ده، “نه د غزې له خلکو او یا د قطر له حکومت سره.