noDate
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ وویل، هر هغه بهرني ځواکونه چې اوکراین ته واستول شي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې جګړه روانه ده، د مسکو د ځواکونو لهخوا به "د مشروع نښې یا هدف" په توګه وپېژندل شي.
د پوتین څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې اروپايي مشرانو د احتمالي سولهساتو ځواکونو د استولو ژمنه تکرار کړه، هغه موضوع چې مسکو یې تل د منلو وړ نه بولي.
ولادیمیر پوتین په ختیځ اقتصادي فورم کې د ولادیوستوک ښار په یوې غونډې کې وویل: «که هر ډول ځواکونه هلته را څرګند شي، په ځانګړي ډول اوس چې جګړه روانه ده، موږ به یې داسې وګڼو چې هغوی به زموږ مشروع هدف وي.»
د روسیې ولسمشر، هغه نظر هم رد وکړ چې ګواکې د سولې له وروستۍ هوکړې وروسته دې په اوکراین کې سولهساتي ځواکونه ځای پر ځای شي.
هغه ټینګار وکړ: «هیڅوک دې په دې کې شک نه کوي چې مسکو به د جګړې د درې نیم کلن پراخ یرغل د بندولو لپاره له تړون سره سم عمل وکړي.»
نوموړي زیاته کړه چې د روسیې او اوکراین دواړو لپاره د امنیت تضمینونه اړین دي.