د حماس ډلې ویلي چې د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند طرحه یې نه ده ترلاسه کړې.
د رویټرز د راپور له مخې، د حماس یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې بربنډ شي، ویلي دي: «هیڅ ډول طرحه موږ ته نه ده وړاندې شوې.»
خو ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو: « داسې ښکاري چې د غزې
په اړه یوې موافقې ته رسېدلي یو،» خو د هغې د منځپانګې او مهالویش په اړه یې
جزئیات نه دي وړاندې کړي دي.
دا څرګندونې وروسته له هغه خپرې شوې چې د اسراییلو هاآرتص ورځپاڼې په
یوه راپور کې د سرچینو له خولې ادعا کړې وه چې حماس په اصل کې د ټولو اسراییلي
بنديانو د خوشې کولو په بدل کې د سلګونو فلسطینیانو د خوشې کېدو او د اسراییلي
ځواکونو د تدریجي شا تګ پر اساس د ټرمپ له طرحې سره موافقه کړې ده.
د دې طرحې له مخې، د حماس د واک پای ته رسېدل، د اسراییلو له خوا د
غزې د نه ضم کېدو ژمنه او د فلسطینیانو د نه شړلو شرطونه هم شامل شوي وو.