Search

په اندونیزیا کې د جومات چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړي.

News image
رویټرز
16 لړم 1404 - 16:01 رویټرز

د رویټرز د راپور له مخې، د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د جمعې د لمانځه پر مهال په یو جومات کې چاودنه شوې چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

 پولیس وایي، د پېښې لامل تر اوسه نه‌دی معلوم، او څېړنې روانې دي.

د جاکارتا د پولیسو مشر، اسېپ ایدي سوهېري، خبریالانو ته ویلي چې ۵۴ کسان روغتونونو ته انتقال شوي، چې د هغوی ټپونه له سطحي زخمونو تر جدي سوځېدنو پورې رسېږي. چاودنه د شمالي جاکارتا د کلپا ګادینګ په سیمه کې، د یوه ښوونیز کمپلکس دننه په جومات کې شوې ده.

د دولتي خبري اژانس انتارا د راپور له مخې، د اندونیزیا د امنیت مرستیال وزیر لوډویګ فریدریش ویلي چې په پېښه کې دوه چاودنې شوې وې. د کومپاس ټي‌وي ویډیوګانې ښيي چې جومات د پولیسو د ژېړې کرښې په مټ محاصره شوی، خو د جومات د باندې د پام وړ زیان نه ښکاري.

سوهېري زیاته کړې: «موږ د پېښې ځای معاینه کړی، سیمه مو تړلې او د امنیتي پاک‌کارۍ اقدامات مو ترسره کړي دي.»

د رویټرز د یوه خبریال په وینا، وسله‌وال پولیس د کمپلکس دروازې څارلې، او بیړني او زغره‌وال موټر هم هلته ځای پر ځای شوي وو. دا کمپلکس په یوې ګڼ مېشتې سیمې کې دی چې ډېره برخه یې د سمندري ځواکونو ملکیت ده او هلته پوځیان او تقاعد شوي افسران اوسېږي.

چارواکي تر اوسه ن ه‌دي توانیدلي چې دا څرګنده کړي، چې چاودنه قصدي وه که تصادفي.

که څه هم اندونیزیا د تېرو کلونو په اوږدو کې د کلیساوو او لوېدیځو اهدافو پر ضد د بریدونو تجربه لري، خو په جوماتونو کې دا ډول پېښې ډېرې نادرې دي.