Search

اسراییل له غزې د خلکو د وتلو لپاره یوه بله لار پرانیستله

News image
noDate کابل ټربیون

د چهارشنبې په ورځ اسراییلو ځواکونو په بریدونو او ډزو کې لږ تر لږه د ۶۳ فلسطینیان ووژل شول. د رویټرز راپور له مخې، د فلسطیني چارواکو په وینا، له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د تلفاتو شمېر له ۶۵ زرو اوښتی دی.

ژغورونکي ټینګار کوي چې ښايي ریښتینی شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه ګڼ جسدونه لا هم د ورانو ودانیو تر ملبې لاندې بند پاتې دي.

په وژل شويو کې د یوه سیمه‌ییز خبریال محمد علاء الصوالحي په ګډون ۱۳ کسان هغه وخت ووژل شول چې د ښار پرېښودو امر یې منلی و. همدارنګه په رفح کې د مرستو پر مرکز د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د اسرائیلي پوځ اعلان کړی چې د غزې له ښار څخه د خلکو د وتلو لپاره یې بله نوې لاره د ۴۸ ساعتونو لپاره پرانیستې ده. چارواکي وايي، خلکو ته تر جمعې تر غرمې پورې وخت ورکړل شوی چې له دغې لارې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

په همدې حال کې، د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې یوې ډرون د ماشومانو پر رنتیسي روغتون بم غورځولی، خو تلفات نه دي رامنځته شوي.

ملګرو ملتونو، مرستندویه ادارو او ګڼو هېوادونو د اسرائیل تازه عملیات او د خلکو جبري بې‌ځایه کول غندلي دي. خو د اسرائیل چارواکي ټینګار کوي چې د حماس پر ضد عملیات به لا هم روان وي او ښايي څو میاشتې وخت ونیسي.