کابل ټربیون-واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.
د آل ثاني دا سفر د اسرائیلو له غیرمتوقع هوايي برید وروسته ترسره شوی، چې د حماس پر مشرانو په قطر کې شوی و.
د دواړو خواوو ناسته د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه او رسنیو ته د پوښښ اجازه ورنه کړل شوه.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې آل ثاني تر دې لیدنې وروسته نیویارک ته ولاړ شي څو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ ناسته کې هم خبرې کړې وې، چې د قطر په غوښتنه او د اسرائیلو د برید په غبرګون کې رابلل شوې وه.
قطر دغه برید د خپل ملي حاکمیت د نقض په توګه یاد کړی او په کلکه یې غندلی دی.
ټرمپ په غبرګون کې دا «د خواشینۍ وړ» بللی خو ورته یې «د سولې یو فرصت» نومولی او ټینګار یې کړی چې د حماس له منځه وړل «یو ارزښتمن هدف» دی.
د امنیت شورا په یوه ګډه اعلامیه کې، پرته له دې چې د اسرائیلو نوم واخلي، د ټولو غړو په شمول امریکا د دوحې بریدونه وغندل.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو یوه ورځ وړاندې خبرداری ورکړی و که قطر د حماس مشران چې کلونه راهیسې په دې هېواد کې مېشت دي ونه شړي او یا یې عدالت ته و نه سپاري، نو اسرائیل به خپله اقدام وکړي.
خو قطر ویلي چې د حماس د مشرانو کوربه توب د اسرائیل او فلسطین په اوږدمهاله شخړه کې د منځګړیتوب د هڅو برخه ده.